
بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا په تېنسي ایالت کې یوې ښځې د نشویل ښار په یوه ښوونځي کې ډزې کړې او لږ تر لږه شپږ کسان یې وژلي دي.
رسنیو د دې ایالت د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې د ۲۸ کلنې «اودري هیل» په ډزو یو شمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي.
ویل کېږي، دا پېښه د نشویل ښار په یو لومړني ښوونځي کې شوې او په وژلشویو کې ۳ نههکلن ماشومان هم شامل دي.
د پولیسو په وینا چې بریدکوونکې ښځه د ښوونځي په دویم پوړ کې د پولیسو په ډزو وژل شوې ده.
د تېنسي ایالت چارواکو تر اوسه د دې پېښې د لامل په اړه جزییات نه دي ورکړي.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم د امریکا په ځینو ایالتونو کې ورته پېښې شوې چې په پایله کې یې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ژوند بایللی.