
د افغانستان د سرې میاشتې اداره وايي، چې د درملنې لپاره جرمني ته لېږلشوي پنځوس ناروغ ماشومان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې روغتيايي مسوولينو شنبه د وري پنځمه د هغو پنځوسو ناروغو ماشومانو د راستنېدو اعلان کړی چې د سرې مياشتې ټولنې له خوا د درملنې په موخه جرمني ته لېږل شوي وو.
د دې ادارې د مسوولینو په وینا، له دغو ماشومانو څخه هر یو یې د هډوکو د انتان او سوځېدو په ګډون په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي وو او تر یو کال درملنې وروسته له جرمني هېواد څخه افغانستان ته راوستل شول.
د سرې میاشتې عمومي رییس، مطیع الحق خالص په هغه غونډه کې چې له آلمان څخه هیواد ته د ناروغو ماشومانو او د هغوی د کورنیو د راستنیدو په مناسبت جوړه شوې وه، د ناروغو ماشومانو په رغېدو خوښي ښوولې او د آلمان له خیریه بنسټ څخه یې مننه کړې ده.
د هغه په وينا، دغه الماني خيريه بنسټ له ۱۹۹۸ راهيسې له افغانستان سره د ناروغانو د درملنې او بشري مرستو په برخه کې مرستې کوي.
د سرې میاشتې د عمومي مشر زیاته کړې چې د هغو ناروغو ماشومانو د درملنې لړۍ دوام لري چې له درملنې وروسته افغانستان ته رسېدلي دي او د ناروغانو کورنۍ لا هم اړ دي چې د دغو ناروغو ماشومانو د پالنې په برخه کې روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغاني سرې مياشتې ټولنې اعلان و چې په سوځېدلو او د ميکروبي هډوکو په ناروغۍ اخته ٨٠ ماشومان به د درملنې لپاره جرمني ته ولېږي.