
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت عبدالحمید خراساني د پکتیا د «احمدآباد» ولسوال ټاکلی او نن یې په رسمي توګه کار پیل کړی دی.
پکتیا کې د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پکتیا د «احمدآباد» ولسوالۍ د ولسوال په صفت د عبدالحمید خراساني د ټاکلکېدو مراسم نن ترسره شول.
د اعلامیې له مخې، دا مراسم د احمد اباد ولسوالۍ د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، چې د پکتیا د ولایت مقام د دفتر رییس، شمس الحق حقبین، د بشري سرچینو آمر، مولوي عبدالغفور تائب، د بېلابېلو ادارو مسوولینو او قومي مشرانو پکې ګډون کړی و.
د پکتیا د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې راغلي چې د غونډې په پای کې نوي ټاکلشوي ولسوال، عبدالحمید خراساني هم خبرې وکړې او ولس ته د خدمت ډاډ یې ورکړ.
د یادولو ده چې عبدالحمید خراساني تر دې وړاندې د پنجشیر د امنیت امر په حیث دنده ترسره کوله.