د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت پلاوي د تاجکستان په «خاروخ» ښار کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند «عبدالقهار بلخي» نن شنبه د وري ۵مه په یوه ټویټري پیغام کې د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال محمد موسی امیري په مشرۍ د تاجکستان د بدخشان مرکز «خاروخ» ته د اسلامي امارت د دغه وزارت د پلاوي د سفر خبر ورکړ.

داسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت وياند ویلي چې دغه پلاوي په یاد هېواد کې دافغان قونسلګرۍ د چارو د څيړنې په ترڅ کې د تاجکستان په خاروخ کې د افغانستان قونسلګرۍ چې د وروستيو واورو له امله زيانمنه شوې وه، د بیا جوړېدو له بهیر څخه ليدنه وکړه.

دغه پلاوي د تاجکستان په خاروخ کې د افغانستان له سیاسي څانګې سره په داسې حال کې لیدنه کړې، چې دغه هېواد تراوسه د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته نه دی سپارلی.

خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له ملي راډیو او ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د دوی په امر کار کوي او په وروستۍ پریکړه کې یې په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر له دندې ګوښه کړی.