په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه له نړیوالو غبرګونونو وروسته د امریکا د ولسمشر مرستیالې «کاملا هریس»هم د دغه اوږد مهاله بندیز له امله خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

 د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې پرون جمعه د وري څلورمه په افغانستان کې د دوهم کال لپاره د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه خواشیني څرګنده کړه او پر ټویټر پاڼه یې لیکلي دي: “په افغانستان کې په منځني ښوونځي کې پر نجونو د بندیز له امله ډېر خواشینی یم. “

اغلې هریس زیاته کړه:”موږ به هیڅکله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو او نجونو له حقونو د دفاع څخه لاس وانخلو.”

له بلې خوا د دویم کال لپاره د نجونو د زده‌کړو بندیز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد، په کابل کې د جاپان سفارت، په کابل کې د یوناما مرستیال مارکس پوتزل او افغانستان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلیکن له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، افغان ښځې رهبرانې دي، مقاومت کوي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او نړۍ باید پوه شي چې د افغان میرمنو وضعیت مایوسه دی.

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازي «مارکس پوتزل» د اسلامي امارت د وزارت له سیاسي مرستیال «مولوي عبدالکبیر» سره په کتنه کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې هر ډول تبعیض بند کړي.

هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د ښځو له زده‌کړو منع کول نه یوازې د افغانستان د نیمايي وګړو هیلې له خنډ سره مخ کوي، بلکې دغه هېواد ته هم ستر زیان رسوي.

تر دې مخکې د افغانستان د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي و چې نړۍ به تر هغو له اسلامي امارت سره اړیکه ونه لري تر څو چې دوی د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ونه کړي.

خو د ۱۴۰۲ هجري لمریز ښوونیز کال تېره چهارشنبې په ورځ د نجونو له شتون پرته د هلکانو د اماني لېسې د زنګ په غږولو سره پیل شو او لا هم د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو امر نه دی شوی.