
د افغانستان بانک وايي، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات په موخه سبا یکشنبه ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
افغانستان بانک نن شنبه د وري ۵مه د ټویټر له لارې په شرایط برابرو بانکونو او د پيسو د تبادلې له مرکزونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
دغه بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټوونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک همداراز لیکلي: “د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.“
د یادولو ده چې د افغانستان بانک هره اونۍ د بهرنیو اسعاور په مقابل کې د افغانۍ د ثبات په موخه میلیونونه ډالر په آزاد بازار کې د لیلام په ډول پلوري.