
د ملګرو ملتونو د نړیوالو اوبو امنیت لخوا خپرهشوې ارزونه ښیي چې په نړۍ کې له څلورو څخه درې تنه د اوبو له کمښت سره مخ دي او اوبو ته د لاسرسي نشتوالی به په ۱۸۷هیوادونو کې د ۷،۸ میلیون خلکو ژوند اغیزمن کړي.
د ملګرو ملتونو د اوبو کنفرانس تیره اونۍ د اوبو د کړکیچ د حل د بیړنۍ ارزونې په موخه جوړ شو او د ملګرو ملتونو د اوبو یو کارپوه «شارلوټ مک الیسټر» وویل، که پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د انسانانو ژوند خوندي نه وي، نو د خوږو اوبو ایکوسیستمونه معیشت او د انسان هوساینه له ګواښ سره مخامخ کوي.
د ملګرو ملتونو د اوبو د کارپوهانو د موندنو له مخې، د نړۍ ۷۸ سلنه نفوس یا ۶،۱ میلیارده وګړي په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.
په ټولیز ډول ۳۳ وروسته پاتې هېوادونه د اوبو له بحران سره لاس او ګریوان دي، چې له دې څخه افریقا تر ټولو ډېر د اوبو له کمښت سره مخ دي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوبو د کمښت له بحران سره مخ دی او دا هېواد د هغو شپږو هېوادونو په نوملړ کې دی چې د دغه کړکیچ لپاره د چمتووالی تر ټولو ټیټه کچه یې ارزول شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) تر دې مخکې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې ۹۳ سلنه ماشومان پاکو اوبو ته ډېره لږه یا هم په پوره توګه لاسرسی نه لري.