
د الجزیرې خبري اژانس وېبپاڼې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر، امیرخان متقي یوه لیکنه خپره کړې او ښاغلي متقي په دې مقاله کې د افغانستان وضعیت د قناعت وړ بللی دی.
د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مرستیالې په الجزیرې کې د دې مقالې د خپریدو په اړه غبرګون ښودلی او دا یې پرته له شکه دروغ بللي دي.
دا لیکنه پنجشنبه د وري درېیمه د الجزیرې په وېبپاڼه کې خپره شوه او متقي پکې ادعا کړې چې په ټولیز ډول په افغانستان کې وضعیت د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی دی.
ښاغلي متقي همداراز ویلي چې د خلکو کلتوري کړه وړو ته درناوی لري او په مقاله کې راغلي: “موږ په خپل تنوع او بډایه تاریخ ویاړو او موږ په اقلیت باندې د اکثریت د ارادې په تحمیلولو باور نه لرو. زموږ له نظره، د هیواد هر وګړی د ټولیز ټولیز نه بیلیدونکې برخه ده.”
امیرخان متقي ویلي: “موږ فکر کوو چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو د پیلولو لپاره یو ځانګړی فرصت رامنځته شوی دی.”
الجزیرې په خپله وېبپاڼه کې د متقي مقاله په داسې حال کې خپره کړې، چې له تېرو ۵۵۰ ورځو راهیسې نجونې له زدهکړو بېبرخې دي او د افغانستان د خلکو ۹۷ سلنه وګړي په بېوزلۍ کې ورځې او شپې سبا کوي.
د بشري حقوقو د څار د ښځو د څانګې مرستیالې په ټویټ کې لیکلي: “الجزیرې تاسو ته د شرم ځای دی چې طالبانو ته مو د دروغو د خپرولو لپاره خپل پلیټ فارم ورکړی.”
یو شمیر کورنیو رسنیو هم په افغانستان کې د ترسرهشویو ساحوي څیړنو له مخې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر څرګندونې تایید کړې او هغه یې دروغ بللي دي.