د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوره سیالۍ کې د پاکستان ملي لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړې ده.

دا سیالي تېره شپه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې وشوه او لومړی د پاکستان لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۹۳ هدف وټاکه.

افغان لوبډلې وکولای شول چې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۷ اور کې د مقابلې لوبډلې هدف ته ځان ورسوي.

افغان لوبډله به له پاکستان سره دوې نورې شل‌اوره سیالۍ هم ترسره کوي.

د یادولو ده چې افغانستان د لومړي ځل لپاره پاکستان ته په نړيواله شل اوره کرکټ سياليو کې ماتې ورکوي.

له پاکستانه د افغانستان د لوبې ګټلو دې بریا په پراخه کچه غبرګونونه پارولي او افغان لوبغاړي ستایل شوي دي.

د افغانستان د کرکټ لوبډلمشر، راشدخان هم پر خپله فېسبوکپاڼه د دې لوبې پر ګټلو خوښي ښوولې او د افغانستان ټول ولس ته یې مبارکي ویلې ده.

راشدخان د ټولو هېوادوالو له مینې او هڅونې مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې هڅه به کوي له پاکستان سره دوې نورې لوبې هم په ښه ښکل ترسره کړي.