د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد د روژې د میاشتې د پیل په مناسبت په ټویټر پیغام کې له اسلامي امارت غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو لپاره د تحصیلي موسسو د پرانیستلو نېټه وټاکي.

په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره لا هم پوهنتونونه او منځني او عالي ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر ویلي، چې اسلامي امارت باید د ښځو او نجونو لپاره د دغو تحصیلي موسسو د بیا پرانیستلو لپاره یوه معتبره نېټه وټاکي.

ښاغلي خلیلزاد له اسلامي امارت سره د سولې د خبرو پر مهال د امریکايي پلاوي مشري کوله او د افغانستان خلک د افغانستان روان وضعیت د هغه د خبرو او پرېکړو پایله ګڼي.

نوموړي په خپل ټویټري پیغام کې د روژې د میاشتې په مناسبت دغه میاشت د تعامل او مهربانۍ میاشت بللې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې باید اسلامي امارت له افغان میرمنو او نجونو سره د دوی چلند او د دې هیواد لپاره د خپلو سیاستونو پایلې په ډاګه کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي دغه راز یادونه کړې چې دوی ته ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه ورکول نه یوازې ظلم دی، بلکې د دوی له اسلامي حقونو هم سرغړونه ده.

ښاغلي خلیلزاد له اسلامي امارت غوښتي چې په نږدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو لپاره د تحصیلي موسسو د بیا پرانستلو لپاره یوه معتبره نیټه وټاکي.

د يادولو ده، چې په نوي ښوونیز کال کې ټاکل شوې وه، چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانيستل شي، خو داسې ښکاري، چې دغه بنديز لا هم دوام لري.