د بدخشان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په تګاب کشم ولسوالۍ کې د لاسي‌بم د چاودنې له امله اووه ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، معزالدین احمدي نن پنجشنبه د وري ۳مه تایید کړې چې د تګاب کشم ولسوالۍ په «شهید کان» کلي کې په لاسي‌بم د لوبو پر مهال چاودنه شوې چې په پایله کې دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. 

د ښاغلي احمدي په وینا، دا پېښه وړمه ورځ (چهارشنبه د وري ۲مه) هغه مهال شوې چې څو ماشومانو یو لاسي‌بم په تېروتنه له نورو اوسپنو سره یو ځای کړی و. 

دغو ماشومانو دا لاسي‌بم د ایسکریم اخیستلو لپاره اوسپنې اخیستونکي ته ور وړی و او هغه مهال یې چاودنه کړې چې شاوخوا ترې زیات ماشومان ټول وو.

د یو بل خبر له مخې، د غزني په واغز ولسوالۍ کې د چاودنې له امله یو ټپي ماشومان ساه ورکړې ده. 

دا پېښه تېره ورځ د غزني په واغز ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې څو ماشومانو په ناچاوده سرګلوله لوبې کولې.

د دې چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ټپیان شول چې یو له هغوی یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې تېره اونۍ هم په کندهار او لوګر کې د سرګلولو د چاودنو له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.