د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د تندر، تېز باد او سېلابونو ترڅنګ د سختو ورښتونو اټکل کړی دی.

دې ادارې نن پنجشنبه د وري ٣مه، په يوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې سبا جمعه د وري ۴مه په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، غزنی، وردګ، بامیان، دایکندی، ارزگان او غور کې د سختو اورښتونو امکان شته.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، چې په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ٢٠ تر ٤٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن هم د هېواد بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وو.

هاخوا د اسلامي امارت طبیعي پېښو ته د رسېدو وزارت په یو ویډیويي پيغام کې ویلي چې په هيواد کې دسيلابونو او زلزلې له امله لس تنه مړه شوي او دزياتو بارانونو له امله څه دپاسه سل کورونه زيانمن شوي دي.

په ورته وخت کې د سیلابونو له امله د کابل – کندهار لویه لار هم د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

په هېواد کې د پسرلي په رارسېدو او د موسمي بارانونو ډېرېدل د سېلابونو د راوتلو لامل کېږي چې هر کال خلکو ته ځاني، مالي او کرنیز زیانونه اړوي.