
د سترې محکمې د اعلاميې له مخې، د افغانستان خلکو نن پنجشنبه د وري ۳مه د روژې مياشتې د لومړۍ ورځې په توګه روژه نيولې وه.
په مخکني جمهوري نظام کې د روژې لومړۍ ورځ د هېواد په تقویم کې د رسمي رخصتۍ په توګه شامله وه او ټول دولتي دفترونه او خصوصي ادارې به تړل شوي وو.
خو اسلامي امارت د افغانستان له رسمي کلیزې څخه د روژې د لومړۍ ورځې رخصتي او همدارنګه د نوروز او نوي لمریز کال رخصتي حذف کړې ده.
نن ورځ دولتي دفترونه د مراجعینو لپاره خلاص وو او د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم اعلامیه خپره کړې وه چې د روژې لومړۍ ورځ رخصتي نشته.
هاخوا بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د روژې مياشتې د رارسېدو په مناسبت په خپرو کړیو پیغامونو کې مسلمانانو ته د دې مياشتې د مبارکۍ تر څنګ سوله، پيوستون او د انسانانو ګډ ارزښتونه ګڼلي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش په یوه ویډیويي پیغام کې د روژې د میاشتې د پیل په مناسبت مبارکي ویلې او یې کړی چې د روژې میاشت د مهربانۍ او خواخوږۍ میاشت ده او د دغه سازمان دنده د نړۍ د خلکو ترمنځ د مینې او مهربانۍ خپرول دي.
همداراز د امریکا ولسمشر، جو بایډن په یوه بیانیه کې مسلمانانو ته د روژې د میاشتې د رارسیدو په مناسبت مبارکي ویلې او ټینګار یې کړی چې امریکا له خپلو ملګرو سره یوځای د مظلومو مسلمانانو ترڅنګ ولاړه ده.
بایډن زیاته کړې: “متحده ایالات له خپلو ملګرو سره په ګډه د چین په ولسي جمهوریت کې د اویغورانو، په برما (میانمار) کې د روهینگیاها او په ټوله نړۍ کې د نورو ځپلشویو مسلمانو ټولنو تر څنګ ولاړ دي.”
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن هم په اسلامي نړۍ کې خپلو ملګرو ته درناوی څرګند کړی او ویلي یې دي چې هغه به د خپل هیواد دننه او بهر د ټولو خلکو لپاره د مذهب ازادۍ ته دوام ورکړي.