
په کابل کې د جاپان سفارت په ډېره خواشینۍ ویلي چې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي پاتې شوي دي.
دغه سفارت په دې وروستیو کې ویلي چې جاپان به له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، خو هیله لري چې نجونې به ژر ښوونځیو او پوهنتونونو ته پرېښودل شي.
د جاپان سفارت ټینګار کړی چې نارینه او ښځینه زدهکوونکو ته باید یو برابر ښوونیز فرصتونه ورکړل شي، ځکه دا کار د افغانستان د راتلونکي لپاره اړین دی.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز غندلی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت یوازې افغان هلکانو ته د زدهکړو اجازه ورکوي.
هیلري کلنټن ویلي چې افغان نجونې باید بیرته ښوونځیو ته ولاړې شي. هغه د افغان نجونو په ملاتړ په خپله ټویټرپاڼه د «افغان نجونې زدهکړو پرېږدئ» هشټاګ کارولی دی.
د یادولو ده چې اسلامي امارت په افغانستان کې د واک تر لاسهکولو وروسته پر افغان ښځو او نجونو ډیر بندیزونه لګولي دي.