
د مارچ ٢٢مه د اوبو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ افغانستان کې داسې مهال نمانځل کیږي چې دا هېواد سږکال یو ځل بیا وچکالي تجربه کوي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، چې افغانستان له اقلیمي بدلونونو اغېزمن دی او سږکال بیا له وچکالۍ سره مخ دی.
د اوبو او برېښنا وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رﺉیس غلام جېلاني حق پرست خامه پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې، د اقلیمي تحلیلونو پایلو او پنځه کلن اورښت د کچې ارزونې ته په کتو افغانستان عملا وچکالي تجربه کوي.
نوموړی زیاتوي: ”د اقلیمي تحلیلونو پایلو او پنځه کلن اورښت د کچې ارزونې ته په کتو ویلای شو چې له بده مرغه، اقلیمي بدلون افغانستان ډېر متاثر کړی او مونږ عملا په وچکالۍ کې قرار لرو.“
حق پرست خبرداری ورکړ چې دمګړۍ هېواد کې د اوبو سرچینې محدودې دي او په وینا یې، سپمول يې د ټولو دنده ده.
نوموړي په ورته مهال وویل چې
د اوبو سرچینې د پرلپسې وچکالۍ، نړیوال اقلیمي بدلون، د ځمکې څخه د ګټې اخستنې او ځمکې د مخ پوښښ اوښتون او نورو له امله محدودې شوې دي. هغه زیاته کړه چې د وګړو ګڼ مېشت کېدو، د سولر انرژۍ پر مټ تر اړتیا د ډیرو اوبو راایستلو، په بېدیاوو کې د کرنیزو فعالیتونو پراختیا، د ځمکې لاندې اوبو څخه د سمسورتیا، چاپېریال ساتنې، صنعت او سوداګرۍ په موخه ګټې اخیستنې او نورو بشري کړنو له امله د اوبو کارول څو ځله ډېر شوي دي او دغو لاملونو هم د اوبو سرچینې محدودې کړې دي.
چارواکي زیاتوي، د تېرو لسیزو په اوږدو کې په افغانستان کې د هایدورتخنیکی زېربناوو د کمښت او همدارنګه په اوبو باندې د لږ پانګونې له امله د هیواد اوبه په سمه توګه ندي مدیریت شوې چې اوس مهال یې د خپلو اوبو په کارولو کې اغېزمنیتا له ستونزو سره مخ کړې ده.
د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وایي، همدا لامل دی چې په هیواد کې ترلاسه کېدونکو اوبو یوه لویه سلنه بهر ته بهیږي.
حق پرست زیاته کړه چې اسلامي امارت د اوبو مهارولو په موخه د نیمګړو پروژو لکه کانالونو، بندونو د سیند غاړو تحکیماتو، اوبو رسونې او نورو پروژو چارې عملا پیل کړې دي. هغه وویل چې د لومړي ځل لپاره د اوبو زېرمه کولو بندونو او اوبو لېږد سترو پروژو مطالعات، څېړنې، سروې او ډیزاین د اوبو او انرژۍ وزارت د خپلو متخصصینو له لوري ترسره کیږي. د هیواد هر څاڅکی اوبو احصائی ثبت او تنظیماتي برنامې هم تر ډېره پلې شوې، همدارنګه د کلنۍ بودجې او لمړیتوبونو په پام کې نیول سره د اوبو تاسیساتو مختلفې نویې پروژې لکه کوچني، متوسط او لوی څو موخیزه بندونه، سربندونه، کانالونه، د سیندغاړو تحکیمات، د اوبخوړونو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو بډاینه اوبه رسونې او نورې په پلان کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې چې د چارواکو په وینا د پلازمېنې اوبو د تامین په موخه د پنجشېر له سیند او للندر د بند اوبو د انتقال پر پروژه کار روان دی.
په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان د پرله پسې وچکالۍ په درېیم او د اقتصادي ناورین په دویم کال کې دی.