
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی، زلمی خلیلزاد وايي، د دې احتمال شته چې د پاکستان پارلمان به د دغه هېواد په راتلونکو ټاکنو کې عمران خان او د هغه ګوند له ګډون څخه منع کړي.
زلمي خلیلزاد نن چهارشنبه د وري ۲مه په خپل ټوېټر لیکلي چې داسې نښې شته چې د پاکستان پارلمان ښايي له سترې محکمې وغواړي چې عمران خان د هېواد په راتلونکو ټاکنو کې له ګډونه منع کړي.
ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي چې د پاکستان پارلمان – چې دا مهال د واکمن ایتلاف په واک کې دی – ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې د تحریک انصاف (عمران خان ګوند) له ګډون څخه منع کړي.
هغه بیا هم د پاکستان پر روان وضعیت اندېښنه ښوولې او زیاته کړې یې ده: “زه د پاکستان په اړه اندېښمن یم.”
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي دا هم ویلي، چې که په راتلونکو ټاکنو کې عمران خان له ګډون منع شي، له پاکستانه به نړیوال ملاتړ نور هم کم شي او په دغه هیواد کې به تاوتریخوالی زیات شي.
زلمي خلیلزاد هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان سیاسي مشران به له هغو تخریبي سیاستونو ډډه وکړي چې د دغه هېواد ملي ګټې تر پښو لاندې کوي.
دغه پخواني امریکايي چارواکي دا هم ویلي، هیله لري چې د پاکستان ستره محکمه به په هغو لوبو کې له ګډون څخه ډډه وکړي چې د دغه هېواد ملي ګټې کمزورې کوي.
د یادولو ده چې د پاکستان مخکنی صدراعظم د خپلو پلویانو او د دغه هیواد د پولیسو ترمنځ په لاهور کې له اخ و ډب وروسته محکمې ته حاضر شو او محکمې تر اوسه خان پر ضد خپله پریکړه نه ده اعلان کړې، خو د هغه څارنه کوي.