سږکال هېواد کې نوروز سره له دې چې د کال د پیل د ورځې په توګه ونه نمانځل شو، بلکې د دویم کال لپاره هم له کالیزې له واېستل شو.
د نوروز په ورځ دولتي ادارې د نورو عادي ادارو په څېر فعالې وې او کارکوونکو ته ویل شوي وو چې د معمول په څېر خپلو دندو ته حاضر واوسي.
هاخوا د راپورونو له مخې؛ افغانستان کې د ننه یو شمېر خصوصي بنسټونو، ښوونیزو خصوصي مرکزونو او بهر کې د افغانستان ډیپلوماتیکو ادارو د نوروز لرغوني جشن د نمانځنې په موخه نن چهارشنبه رخصتي اعلان کړې ده.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اړوند یوې ادارې کارکوونکې د نوم نه ښودلو په شرط خامه پرېس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې ادارو کې د نوروز په ورځ ورته د کارکوونکو د حضور یا نه حضور په اړه څه نه وو ویل شوي خو په وینا یې د معمول په شان هغه کارکوونکي چې د نوي کال په لومړۍ ورځ نه وو حاضر شوي، د دفتر د مدیریت لخوا په حاضرۍ کتاب کې غیرحاضر شول.
هغې زیاته کړه چې د دوی د ادارې ډېری کارکوونکي د نوروز په ورځ دندې تن راغلي وو.
په کابل او ولایتونو کې یو شمېر هېوادوالو د یو بل کورونو ته په ورتلو او میلمستیاوو جوړولو نوروز ونمانځه.
کابل کې (کارته سخي) زیارت او مزار شریف کې (روضه مبارکه) هر نوروز کې د ځانګړو او سترو مراسمو شاهدان وو خو سږکال دلته جم او جوش پیکه و.
په نورو کلونو کې خلک په همدې ورځ د یو بل کورونو ته له ورتلو سربېره قرغې بند او تفریحي ځایونو ته چکر تلل خو سږکال د قرغې سیمه له کورنیو تشه وه.
د کابل (کارته سخي) کې هم د خلکو په کم حضور سره کوچني مراسم ترتیب شوي وو.
دیني عالم محسن حجت چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی وو، د مراسمو ځینې عکسونه په خپله فیسبوک پاڼه کې خپاره کړي دي.
د راپورونو له مخې بلخ کې
هم سږکال د نوروز جشن مراسم د نورو کلونو په پرتله کمرنګه وو او خلکو تر ډېره د یو بل په لیدلو او کورنیو مېلو د نوروز نمانځنه وکړه.
د مزار شریف ښار یو اوسېدونکي رمضان خامه پرېس سره خبرو کې وویل چې ددې ولایت اکثره خلک د تفریح لپاره شادیان دښتې ته تللي وو. د نوموړي په وینا د اسلامي امارت ځواکونو هم په شادیان دښته کې د خلکو د تفریح مخه نه وه نیولې او د دوی امنیت یې ټینګ کړی و. د امربالمعروف محتسبینو هغلته ځینو مېرمنو ته چې له خپلو کورنیو سره شادیان دښتې ته تللې وې، د حجاب د رعایتولو سپارښتنه کړې وه.
د بلخ یوه بل اوسیدونکي فرید وویل چې روضه کې د جنډې پورته کولو مراسم نه وو خو خلکو د یو بل کورونو ته په ورتلو د نوروز نمانځنه وکړه.
تخار، کندوز، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې شاعرانو او فرهنګیانو د نوي کال په مناسبت مشاعرې جوړې کړې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په ګاونډیو او د سیمې یو شمېر هېوادونو کې نوروز رسما د ځانګړو مراسمو په ترڅ مې نمانځل کیږي خو افغانستان کې دویم کال دی چې دا ورځ په رسمي بڼه نه نمانځل کیږي.