
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو کس د خپلې مېرمنې په وژلو سربېره د کورنۍ درې غړي په ډزو ټپیان کړي دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه د سره رود ولسوالۍ اړوند په یو کلي کې شوې ده.
د مسوولینو په وینا، په پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او د دغه سړي یوه لور او دوه زامن ټپیان شوي دي.
که څه هم مسوولینو د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي سرچینو د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی دی.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې چې ستر لاملونه یې کورنۍ تاوتریخوالي، بېوزلي او بېروزګاري بلل شوي دي.
پر دې سربېره په دې وروستیو کې افغانستان کې د ځانوژنې، هدفي او مرموزې وژنې پېښې هم زیاتې شوې دي.