د برتانیا د ځانګړو ځواکونو لخوا د لسګونو افغانانو د وژل‌کېدو له ادعاوو وروسته، د دغه هېواد حکومت یوه لسیزه مخکې د دغه هېواد د پوځ لخوا د افغانانو د وژل‌کېدو په اړه د څېړنو د پیلېدو اعلان کړی دی.

د بریتانیا حکومت نن چهارشنبه د وري ۲مه په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځ د عملیاتو په اړه د پراخو څېړنو د پیل اعلان کړی دی.

د دغه هېواد د دفاع وزارت دا څېړنې د ۲۰۲۲ په لومړیو کې د بي بي سي د هغه راپور تر خپرېدو وروسته پیل کړې چې ګواکې د برتانیا د هوايي ځواک کومانډو ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې لسګونه ملکي افغانان وژلي دي.

د دغو تحقیقاتو مشري د بریتانیا یو لوړپوړی قاضي، چارلس کیو او په لندن کې د استیناف محکمې قاضي کوي.  

د يادولو ده چې دا څېړنه د دې لپاره کېږي، چې معلومه شي، د ٢٠١٢ او ٢٠١٣ کلونو ترمنځ د پلان‌شويو عملياتو پر مهال د برتانوي پوځيانو پرسونل په افغانستان کې په غيرقانوني فعاليتونو کې لاس درلود یا نه؟

د بي بي سي د یو تحقیقاتي راپور له مخې، د برتانیا د هوايي ځواک یوې قطعې په هلمند کې د خپل شپږ میاشتني ماموریت (د ۲۰۱۰ د ۲۰۱۱ تر مې) پورې ۵۴ ملکي افغانان په ‘مشکوک شرایطو’ کې وژلي دي.

تر دې مخکې د بريتانيا پوليسو په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو لخوا د افغانانو د وژنې د تورونو په اړه ګڼې څېړنې کړې وې، خو د بريتانيا د دفاع وزارت ويلي وو چې د دغه هېواد د ځواکونو د محاکمې لپاره کافي شواهد نه لري.