
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د تیرې شپې زلزلې له امله د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې درې کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، د دې زلزلې له امله دوه تنه په تخار او یو ماشوم په لغمان کې مړه شوي دي.
د دې زلزلې د شدت له امله د پلازمېنې کابل په ګډون په شمالي ولایتونو کې خلک د وېرې له امله له خپلو کورونو وتلي وو.
بلخوا د امریکا د جیولوژیکي سروې مرکز د معلوماتو له مخې، دا زلزله د ریښتر په کچه ۶.۵ درجې وه او مرکز یې په بدخشان کې ۱۸۷ کیلومتره ژوروالي ښوولی دی.
دې زورورې زلزلې د افغانستان پر زیاتره ولایتونو سربېره د پاکستان، تاجکستان او هند ځینې سیمې هم لړزولې دي.
له زلزلې وروسته د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا ریاستونو ته د بیدارۍ امر کړی و.
د کورنیو چارو وزارت واليانو او امنیه قومندانانو ته هم لارښوونه کړې چې له زیانمنشویو سیمو سره د مرستې لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي.
په همدې حال کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې د بحرانونو د تنظیم ملي ادارې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د سهشنبې د ورځې په زلزله کې د مړو شمېر ۱۰ ته رسېدلی او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان په شمال لويديځ سوات کې د زلزلې له امله بنسټيزو تاسيساتو ته زيانونه اوښتي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان لومړي وزیر د بیړني حالت د مدیریت د ادارو د چمتووالي او د بیړني حالت د اعلانولو غوښتنه کړې ده.
پاکستاني رسنیو ویلي چې په اسلام اباد او د هېواد په نورو ښارونو کې روغتونونو ته خبرداری ورکړل شوی او په زیانمنو سیمو کې پلټنې روانې دي.
د يادولو ده چې د تېر کال په جون مياشت کې هم په پکتيکا کې د رېښتر په کچه د ٥،٩ درجې زلزله شوې وه، چې له امله يې تر ١٠٠٠ زيات کسان مړه او لسګونه زره کورونه ويجاړ شوي وو.