د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال له پیل سره سم د افغانستان د فاریاب په مرکز، میمنې ښار کې یوې مور څلور ماشومان زیږولي دي. 

د فارياب روغتيايي چارواكو نن چهارشنبه د وري ۲مه تایید کړې چې د ميمنې ښار د ښځو په روغتون كې يوې مور د ۱۴۰۲ لمريز كال په لومړۍ ورځ څلور ماشومان زېږولي چې یوه یې نجلۍ او درې یې هلکان دي. 

د ميمنې د ښځو د روغتون مسوولينو د څلورو ماشومانو او د دوی د مور روغتيايي حالت ښه بللی دی. 

د دغو څلورو ماشومانو پلار، ۶۰ کلن عبدالله ویلي چې د غورماچ اصلي اوسېدونکی دی او د ښځو د روغتون د نشتوالي له امله یې خپله مېرمن د فاریاب مرکز ته راوړې وه.

عبدالله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د اسلامي امارت له چارواکو یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

یوه میاشت وړاندې هم د فاریاب په یو روغتون کې یوه بله ښځه د څلورو ماشومانو مور شوه.