
د نړۍ د خوښۍ شاخص د کلني راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې ۱۳۷ او لبنان په ۱۳۶ ځای کې د نړۍ تر ټولو غمجن هېوادونه او فنلنډ د پرلهپسې شپږم کال لپاره د نړۍ تر ټولو خوشاله هېواد پېژندل شوی دی.
څیړونکو د دریو کلونو معلوماتو له تحلیل وروسته د نړۍ هیوادونه درجهبندي کړي او د یو شمیر فکتورونو لکه عاید، ټولنیز مالاتړ، د سالم ژوند لپاره هیلې، شخصي ازادي، د خلکو نېکمرغي، او د کورني او بهرني فساد د پام وړ کچې ارزولې دي.
د نړۍ د خوښۍ په راپور کې فنلنډ د شپږم کال لپاره په پرلهپسې توګه د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد بلل شوی او وروسته، ډنمارک، آیسلنډ، اسرایل، سویډن، ناروې، نیوزیلنډ، لوګزامبورګ او هالنډ د نړۍ په لسو خوشحاله هېوادونو کې شمېرل شوي دي.
په داسې حال کې چې افغانستان او لبنان په نړۍ کې تر ټولو غمجن هېوادونه پاتې شوي، خو تر دې مخکې سیرالیون، زیمبابوې او کانګو د نړۍ تر ټولو غمجن هېوادونه پېژندل شوي وو.
افغانستان تېر کال هم د نړۍ د غمجنو هېوادونو په سر کې و، خو د اسلامي امارت ویاند، بلال کریمي دا راپور رد او لیکلي یې وو: “د افغانستان خلک راحت دي او هرڅوک خوشحاله دي. هر اړخیز امنیت برابر شوی دی.“
د سږکال راپور دا هم ښیي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک د ډیری ناورینونو په مقابل کې انعطاف منونکي دي چې د کورونا وایرویس پر مهال یې بیا هم ژوند ته هیلې پیدا شوې دي.
د يادولو ده چې افغانستان په پرلهپسې د دویم ځل لپاره د نړۍ د تر ټولو غمجنو هېوادونو په سر کې راغلی او په تېر کال کې په هېواد کې د فقر، بېسوادۍ او لوږې کچه لوړه شوې ده.
فنلنډ د شمالي اروپا کې په اسکاندیناوی کې موقعیت لري. دا هیواد لوی اقتصادي ځواک او لوړه ټولنیزه سوکالي لري چې د بېروزګارۍ کچه پکې ۷،۲ سلنه ښوول شوې ده.