د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي، تېره شپه یې ځواکونو په کابل کې د داعش پر یو پټنځای عملیات کړي چې په پایله کې درې داعشیان وژل شوي دي. 

ښاغلي مجاهد نن چهارشنبه د وري ۲مه پر ټویټر لیکلي چې دا عملیات د کابل په دولسمه حوزه کې د «بتخاک» څلورلارې اړوند ترسره شوي دي. 

د هغه په وینا، د علمیاتو پر مهال یوې شمېر وسلې، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند دا هم لیکلي، دا عملیات د هغو داعشیانو پر پټنځای شوي چې غوښتل یې په د روژې په میاشت کې په مقدسو ځایونو او ملکي وګړو بریدونه وکړي. 

مجاهد زیاته کړې چې د دغو عملیاتو پر مهال د اسلامي امارت ځواکونو او عامو کسانو ته مرګ‌ژوبله نه اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د داعش د بریدونو زیات راپورونه ورکول شوي دي.