راپور: شفیق الله مشال
د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې یو ځوان وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مستعفر ګربز خامه پریس ته دغه پېښه تائیدوي او وایي، چې په دې خپلمنځي نښته کې يو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي “د باک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر خپل منځي شخړه رامنځ ته شوې، د دواړو لوریو څخه ۶ کسان ټپیان شوي، چې د هغې له جملې سلیمان نومي کس د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی، د امنیتي سرتیرو له لوري په قتل تورن دوه کسان نیول شوي، چې عدلي او قضایي ارګانونو ته به ور وپيژندل شي.

نوموړی زیاتوي چې د یادې پیښې د څیړنې په موخه د دوی پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دغه وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکو د ملکیت پر سر ورته پېښې رامنځته شوي، چې په زیاته کچه مرګ ژوبله یې اړولې ده.