افغان کریکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه.
افغان کریکټ بورډ نن سې شنبه د ١٤٠٢ هجري لمریز کال په لومړۍ نېټه پر خپله فېسبوک پاڼه ددې لوبډلې اعلان وکړ چې پکې پخوانی لوبډلمشر محمد نبي بېرته لوبډلې ته راستون شوی خو اوپنر توپوهونکي حضرت ځاځي ته په لوبډله کې ځای نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې نړیوالو شل اوریره لوبو د مهالوېش په اساس، ټاکل شوې دغه لوبې د روانې مارچ میاشتې پر ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړیوال کریکټ لوبغالي کې ترسره شي.
په لوبډله کې د حضرت ځاځي پر ځای د لومړي ځل لپاره صدیق الله اتل ته ځای ورکړل شوی دی.
د لوبډلې نوملړ په دې ډول دی: راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق.

ننګیالی خروټی، نجات مسعود او ظاهر خان د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.
پاکستان لا له وړاندې دغو لوبو ته د لوبغاړو نوملړ خپور کړی چې بابر اعظم، شاهین شاه افریدی، محمد رضوان او فخر زمان پکې نشته.
د پاکستان کریکټ لوبډله نن سې شنبه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.