د اسلامي مارت د پوهنې وزارت ۱۴۰۲ ښوونیز کال نن سه‌شنبه د وري په لومړۍ نېټه تر شپږم ټولګي پورته د نجونو له حضور پرته پیل کړی دی. 

د دغه وزارت ویاند، احسان الله خطاب خامه پرس ته منلې چې نن له لومړي تر شپږم ټولګي د هلکانو او نجونو د ښوونځيو په پرانیستل‌کېدو سره نوی ښوونیز کال پیل شوی دی. 

خطاب له خامه پرس سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال تر شپږم ټولګي پورته د نجونو له حضور پرته پیل شوی دی. 

دغه وزارت همدارنګه پرون دوشنبه د کب ۲۹مه د ټول هېواد د پوهنې ریاستونو ته په یو مکتوب کې د هلکانو د ښوونځیو د پرانیستلو خبره کړې وه.

دا په داسې حال کې ده له نږدې دوو کلونو راپدېخوا تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي او په ۱۴۰۲ ښوونیز کال کې د نجونو د ښوونځیو بېرته‌ پرانیستل‌کېدو ته د هېوادوالو هیلې زیاتې شوې وې.

د یادولو ده چې اوسمهال په افغانستان کې د نجونو پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه هم د نجونو پر مخ تړلي دي.