
په بادغیس کې د اسلامي امارت امنیتي چارواکو اعلان کړی چې د دغه ولایت په مرکز «قلعه نو»کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) یو تن ساتونکي په تېروتنه خپل ځان وژلی دی.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند نن دوشنبه د کب ۲۹مه په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د یوه ساتونکي د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یاد کس په تېروتنه خپل ځان په ډزو وژلی دی.
د چارواکو په وینا او د څېړنو پر بنسټ د یونیسف دغه ساتونکي په تېروتنه د خپلې وسلې په وسیله ځان وژلی دی.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ د ویاند په خبره، دغه پېښه د یاد ولایت د مرکز قلعه نو ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې ده.
خو یونیسف تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د بادغیس امنیتي چارواکو د یو ځوان لخوا په تېروتنې د خپلې خور د وژلو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې د نجلۍ ورور په تېروتنه د ټوپک د پاکولو پر مهال خپله خور په ډزو وژلې ده.