
خامه پرېس په خپله ویبپاڼه کې د ښځو د غږ د اوچتولو، د ښځو پر وړاندې د ننګونو په اړه د معلوماتو ورکولو او د هغوی د بریالیتوبونو د انعکاس لپاره د «افغانستان ښځې» په نوم ځانګړې کټګوري جوړه کړې ده.
د دې کټګورۍ د جوړولو موخه د افغانستان له ښځو او نجونو څخه د ملاتړ په برخه کې د خامه پریس خبري اژانس د ژمنې تازه کول، د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو له فعال حضور څخه دفاع کول، د دوی پر وړاندې د موجودو ننګونو تحلیل او د حل لارو ارزول دي.
د خامه پرېس په وېبپاڼه کې د افغان مېرمنو لپاره ځانګړې کټګوري د ښځو غږ منعکسوي او د ښځو او نجونو بریاوې، هیلې او اندېښنې، د ښځو د ژوند وروستيو خبرونو، کیسو او پیښو پوښښ ته دوام ورکوي.
خامه پرېس پر یوې داسې ازادې ټولنې باور لري چې د عامه ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نارینه وو ونډه برابره وي او د افغان میرمنو په اړه ځانګړې کټګوري به د دې زمینه برابره کړي چې د ننګونو لپاره حل لارې په پام کې ونیسي.
د افغان میرمنو لپاره په ځانګړي کټګورۍکې به هغه مقالې، خبرونه او مسایل شامل وي چې د افغان میرمنو او نجونو له ژوند سره تړاو لري او د افغان میرمنو د پیاوړتیا لپاره حل لارې ، بریاوې او ارزونې به له نږدې څاري.
خامه پرېس په دې باور دی چې د ښځو د غږونو انعکاس او د هغوی د تجربو بیانول به په ټولنه کې مثبت بدلونونه راولي او د یوې ازادې ټولنې د لرلو لپاره به د ښځو د تجربو بیان او د مساوي تعلیمي او کاري فرصتونو امکانات برابر او دا د ټولنې مهمه اړتیا ده.
خامه پرېس هڅه کوي چې دا پاڼه د امکان تر حده هر اړخیزه کړي، او د دې هدف لپاره، موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د ښځو او نجونو ژوند محدودېدو ننګونو لپاره د نظرونو په لیږلو سره د دې ګټګورۍ په پرمختګ کې مرسته وکړئ.
تاسو کولی شئ خپلې لیکنې، خبرونه، راپورونه او تجربې زموږ په ځانګړي بریښنالیک: afghanwomenvoices@khaama.com کې شریکې کړئ ترڅو د افغانستان میرمنې”پاڼې ته وده ورکولو لپاره د خامه پرېس سره همکاري وکړئ.