ایراني چارواکو ویلي چې د دې هېواد ولسمشر، ابراهیم رییسي عربستان ته د ملک سلمان رسمي بلنه ترلاسه کړې ده.

د ایران د لوی درستیز مرستیال «محمد جمشیدي» پرون یکشنبه د کب ۲۷مه یو ټویټ کړی او ویلي یې دي چې د عربستان د پاچا بلنه یې منلې ده.

ایران او سعودي عربستان اووه کلونو راهیسې سره اړیکې پرې کړې وې، خو په دې وروستیو کې د چین په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته ښې شوې او د ډېپلوماتیکې اړیکې به بېرته پیلولو لپاره یې سره موافقه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې ریاض او تهران به په راتلونکي دوو میاشتو کې خپل سفارتونه او قونسلګرۍ بېرته پرانیزي.

هاخوا سعودي عربستان له ایران سره د دیپلوماتیکو اړیکو د ښې کولو په خاطر د هوکړې تر لاسلیک وروسته ویلي دا هوکړه په ټولو برخو کې نه، بلکې استثنا پکې شته.