نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د شمالي کوریا مشر د دغه هېواد پوځي او اټومي ځواک ته امر کړی، چې هر وخت اټومي برید ته چمتو وي.

رویټرز خبري اژانس نن دوشنبه د کب ۲۹مه د شمالي کوریا د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد مشر، کیم جونګ اون د دغه هېواد (شمالي کوریا) له اټومي ځواک څخه غوښتي چې د جګړې د مخنیوي لپاره هر وخت اټومي برید ته چمتو وي.

هغه په همدې حال کې امریکا او جنوبي کوریا ته خبرداری ورکوي چې اټومي حملې ته دې چمتو وي، ځکه چې دغو دواړو هیوادونو په دې وروستیو کې د «فريډم شیلډ» تر نامه لاندې ګډ پوځي تمرینونه وکړل او د دغو پوځي تمرینونو په ترڅ کې د شمالي کوریا له خوا توغندي هم وتوغول شول.

پیونګ یانګ د دغو پوځي تمرینونو په ځواب کې څو توغندي هم ازمویل، چې د خپل ځان پر وړاندې ګواښ ګڼل کېږي.

د شمالي کوریا لخوا توغول شوی یو بین البراعظمي بالستیک توغندی چې د امریکا خاوره په نښه کولو وړتیا لري ویل کیږي د ازموینې پرمهال شاوخوا ۱۷ دقیقې الوتنه کوله.

د شمالي کوريا مشر د دغه بالستيک توغندي د ازموينې د څارنې په ترڅ کې ویلي: “د شمالي کوريا اتومي ځواکونه به په خپل لوړ جنګي چمتووالي سره، د دښمن د سپکاوی او سرغړونې په کلکه مخه ونيسي.”

هغه ټینګار کړی چې د هر ډول ناغوښتل شوي وضعیت په صورت کې به خپل مهم ماموریت پرته له ځنډه ترسره کړي.

همدارنګه، د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی چې له امریکا سره د جګړې لپاره د رضاکارانو شمیر د جمعې په ورځ له ۸۰۰زرو څخه د دوشنبې په ورځ ۱،۴ میلیون ته لوړ شو.