د ایران د اسلامی جمهوریت قضاییه قوې دوه کسان د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د «شاه‌چراغ» په زیارت کې د ترهګرې حملې په تور په اعدام محکوم کړي دي.

فارس خبري اژانس شنبه د کب ۲۷ مه خبر ورکړ چې د ایران د اسلامی جمهوریت قضاییه قوې د «رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي» د اعدام حکم صادر کړ.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په اعدام محکوم شويو کسان په هغه برید کې لاس درلود چې د اکټوبر په میاشت کې یې د ګڼې ګوڼې یوه زیارت په نښه کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د عمومي محکمې رﺉیس سید کاظم موسوي ویلي، هغه کسان چې د شاه چراغ د حملې د اصلي عاملینو د استوګنې په جرم او عاملینو ته د وسلو د سپارلو په تور محکوم شوي وو، د اعدام حکم پرې شوی دی.

د ښاغلي موسوي په وینا، د شاه چراغ پر زیارت د خونړي برید په تړاو درې نور کسان د ایران د اسلامي جمهوریت د سترې محکمې له خوا نیول شوي او په عمري بند محکوم شوي دي.

د شاه‌چراغ پر زیارت برید د مهسا امیني د مړینې د څلوېښتمې د مراسمو او د خلکو د پراخ حضور پر مهال وشو چې لږ تر لږه ۱۵ تنه پکې مړه او ګڼ نور ټپیان شول.