
د واشنګټن او پیونګیانګ ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو سره نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د شمالي کوریا شاوخوا ۸۰۰ زره کسانو له امریکا سره جګړې ته چمتووالی ښودلی دی.
رویټرز پرون جمعه د کب ۲۶مه د شمالي کوریا د دولتي ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې یوازې د جمعې په ورځ ۸۰۰ زره کسانو له امریکا سره د جګړې لپاره د دغه هېواد په پوځ کې د نوم لیکنې غوښتنه کړې او یا یې نوي کړي دي.
هغه کسان چې له امریکا سره د جګړې لپاره یې نوم لیکنه کړې ویل کېږي چې ډېری یې زدهکوونکي او کارکوونکي دي او دا لا څرګنده نه ده چې د شمالي کوریا حکومت د سرتېرو د استخدام کمپاین پیل کړی که دوی په خپله خوښه اقدام کړی دی.
په همدې حال کې، په دې وروستیو کې د پیونګیانګ او واشنګټن ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، او شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ د جنوبي کوریا او جاپان د مشرانو ترمنځ د غونډې په ځواب کې د امریکا د خاورې په نښه کولو توان لري یو بین البراعظمي بالیسټیک توغندي ازموینه وکړه.
امريکا او جنوبي کوريا تېره اوونۍ د «فريډم شيلډ» په نوم ګډ پوځي تمرينات هم پيل کړل، چې د شمالي کوريا له جدي غبرګونونو سره مخ شول.