د نړۍ تر ټولو معتبرې فلمي جایزې «اوسکار» مراسم په لاس انجلس کې د ګټونکو د نوملړ له اعلان سره سم د هنرمندانو تر پښو لاندې له سرې غالۍ پرته ترسره شول.

اوسکار چې په نړۍ کې یو له مهمو او د سینما په برخه کې تر ټولو ستره جایزه بلل کیږي، هر کال د سینما او فلمونو مخکښانو ته ورکول کیږي.

د اکاډمۍ د جایزو ۹۵مه دوره د نورو دورو په پرتله له سرې غالۍ پرته ترسره شوه او د اوسکار اکاډمۍ ویلي چې په تېرو ۶۲ کلونو کې د لومړي ځل لپاره سره غالۍ سره نه، د شامپین رنګ ده.

ددې اکاډمۍ جایزې د اوسکار په نوم یادیږي، د فلم او سینما صنعت کې د هنري او تخنیکي وړتیا لپاره جایزې ته ویل کیږي او هر کال د فلم ستوري د جایزو په ورکولو سره نړیوال شهرت ته رسوي.

د دې جایزې د ورکولو په ۹۵م پړاو کې، فلم «هرڅه، هر ځای، په یو ځل» د کال په غوره شویو فلمونو کې تر ټولو زیات وځلید او وتوانید چې په بیلابیلو کټګوریو کې ۷ اوسکار جایزې وګټي.

د «دانیل کوان او دانیل شاینرت» لخوا لارښود شوی دا فلم د ۱۱جایزو لپاره نومول شوی و، خو د غوره ډایرکټر او غوره فلم نامې په ګډون په بیلابیلو کټګوریو کې 7 جایزې ترلاسه کړې

میشل ییو، چې په “هرڅه، هر ځای، په یو ځل” فلم کې یې کار کړی و، د غوره اداکارې په کټګورۍ کې ځلیدلې او په دې کټګورۍ کې یې دا جایزه ترلاسه کړه. نوموړې له مالیزیا هېواده لومړنۍ اسیایي ښځه شوه چې دا جایزه یې ترلاسه کړه.

بهرنیو رسنیو د فلم “هرڅه، هر ځای، په یوځل” د غیر معمولي وړتیا په اړه سرلیکونه جوړ کړي، کوم چې د اسکار جایزه یې وګټله.

د کاناډا مشهورې اداکارې او ډایرکټرې سارا پلي هم د «د ښځو خبرې»  فلم په ډایرکټ کولو سره د غوره فلم جایزه ترلاسه کړه.

د «بوای، بلینډ ماوس، فاکس او ایس ایف» فلم د ۲۰۲۳ د اسکار په فیسټیوال کې د غوره انیمیشن په توګه د دې کټګورۍ جایزه ترلاسه کړه او هندي فلم «آر آر آر»د غوره موسیقۍ په کټګورۍ کې د اسکار د دې کټګورۍ جایزه ترلاسه کړه.

په “لویدیځ کې کومه خبره نشته” فلم، چې پخوا په نورو فیسټیوالونو کې ځلیدلی و، د غوره سټیج ډیزاین او غږیز جایزه، همدارنګه د غوره بهرني فلم او غوره سینماګرافۍ جایزه ترلاسه کړه.