ایراني رسنیو خبر ورکړی چې لس میاشتنی پېروز  (یوزپلنګ) د پښتورګو د اوږدمهاله  ناروغۍ له امله د دیالیز تر درملنې وروسته مړ شو.

د ایران د مرکزي وترنري روغتون مشر «امیر مرادي» د پیروز د ژغورنې مسوولیت یې پرغاړه درلود نن سه شنبه د کب ۹مه اعلان وکړ چې پیروز د دیالیز تر درملنې وروسته مړ شوی دی.

پیروز تېره پنجشنبه د پښتورګو ستونزو له امله روغتون ته لېږدول شوی و خو له لس میاشتو مقاومت وروسته ومړ.

پیروز او د هغه دوه خویندې او ورور یې د غویي ۱۰مه د یو یوز پلنګ څخه د سیزرین په واسطه وزېږېدل خو له هغوی یوازې پیروز ژوندی پاتې شو او د ایران خلکو ته د هیلو یو سمبول وو.

په تېرو لسو مياشتو کې د پېروز پالنه په ډېره ځانګړې توګه شوې وه او ايرانيانو د دغې ښکلې یوزپلنګ د روغتيايي حالت د راپور په کتلو سره ډېره لېوالتيا درلوده او هر ځل د ده د نوي عکسونه خپرېدو سره ډېر هرکلی کېده.