
د فاریاب سیمهییزو مسوولینو د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار د یو جومات مخې ته چاودنه تایید کړې ده.
د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رييس، شمس الله محمدي ویلي، دا چاودنه نن چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه له غرمې وروسته شاوخوا يوولس بجې د ميمنې ښار په مرکز کې د امام ابوحنيفه جومات د دروازې مخې ته شوې ده.
د هغه په وينا، دا چاودنه په موټرسايکل کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده، خو چاته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
ښاغلي محمدي زیاته کړې چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
خو په دې ولایت کې ځايي سرچینو ویلي چې په دې چاودنه کې د دوو لمونځکوونکو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
د داعش خراسان څانګې د کابل، کندز، بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر جوماتونو، ښوونځیو او عامهځایونو د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.