
په هېواد کې د ځانوژنې د پېښو له زیاتېدو سره هممهاله د فاریاب سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په خواجهسبزپوش ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان ځړولی او مړه شوې ده.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس، شمس الله محمدي ویلي، دا پېښه تېره شپه سهشنبه د سلواغې ۱۸مه په خواجهسبزپوش ولسوالۍ کې شوې ده.
د هغه په وینا، تر اوسه د دې ځانوژنې لامل څرګند نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د بدخشان ځايي مسوولینو د دغه ولایت په «راغستان» ولسوالۍ کې د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د ځانوژنې خبر ورکړی و.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانوژنې پېښې په بېسارې توګه ډېرې شوې چې په ښځو کې یې ستر لاملونه، له زدهکړو د نجونو راګرځول، جبري ودونه، کورنی تاوتریخوالی بلل کېږي.
همدرازا کارپوهانو په نارینهوو کې د ځانوژنې ستر لاملونه بېوزلي، بېروزګاري کورنۍ او اقتصادي ستونزې بللې دي.