
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وایي، د فراه ولایت سیمه ییزو مسوولینو او د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې مشر شیخ علي بن عبدالله الثاني سره یې په ګډه ٣سوه حبارې مرغان ازادې فضا کې والوزول.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن وایي، دا مرغان له هغه فارم څخه خوشي او ازاد شول چې په فراه کې د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې لخوا جوړ شوی دی.
نوموړی زیاتوي، د ژوو او نادره مرغانو ساتنه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له اساسي وظایفو او لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي؛ چې په خبره یې په همدې اساس په هېواد کې د هر ډول ژوو او نادره مرغانو ښکار بند شوی دی.
هغه همدارا د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې لخوا د فارم جوړیدل وستایل او دا یې د الوتونکو د نسل د ودې او ډېروالي په برخه کي اغېزمن ګام وباله.
د یادولو وړ ده چې څاړي هغه ډول مرغان دي چې شمیر یې په هېواد کې کم شوی او نسل یې د ورکېدا له حالت سره مخ دی.