ترکیه کې مرګونې زلزله؛ تر اوسه په زلزله‌ځپلو سيمو کې څه دپاسه پنځوس زره خيمې درول شوې

د ترکیې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د زلزله‌ځپلو د موقتي استوګنې لپاره تر دې دمه ۵۰ زره او ۸۱۸  خیمې لګول شوې دي.

د اناتولی خبري اژانس نن چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه خبر ورکړی چې د قهرمان‌مرش، غازي عینتاب، شانلی اورفا، دیاربکر، ادانا، ادیامان، عثمانیه، حتای، کیلیس، مالتیا او الازیغ په ولایتونو کې تر خاورو لاندې د ژوندي پاتې‌شوو کسانو د ژغورنې لپاره د کورنیو او بهرنیو ټیمونو فعالیتونه پیل شوي دي.

تېره دوشنبه د سلواغې۱۷مه مرګونو زلزلو د ترکیې او سوریې یو شمېر ښارونه ولړزول.

د المان ډي پي اې (DPA) خبري اژانس نن سهار خبر ورکړ چې په ترکیه کې ۵۹۰۰ او په سوریه کې ۲۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

دغه راز په دغو دوو هېوادونو کې د څه باندې ۳۴ زره کسانو د ټپي‌کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.