
د ناروې ولايتي کمېټې مسوولانو د کاپيسا د دریایي حوزې له مشر «کاوه خروش» سره په کتنه کې په دغه ولايت کې د ۳۶ رغنيزو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
باختر اژانس د سلواغې ١٨مه د انرژۍ او اوبو وزارت د عامه اړيکو د مسوول په حواله خبر ورکړی چې د ناروې کميټه په دې ولايت کې د ٣٦ رغنيزو پروژو د بشپړولو لپاره چمتو ده.
په کاپيسا کې د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې ولايتي مسوول او د کاپيسا د ناروې د پروژو همغږي کوونکي «انجنير حسيب الله اسدي» ویلي چې په نجراب او تګاب ولسوالیو کې اتلس اتلس پروژې سروې شوې چې ډېرى يې د اوبو رسولو پروژې دي او په «اله سای»ولسوالۍ کې به د ٢٤ نورو پروژو کار ډیر ژر پیل شي.
د دغو پروژو پر تطبیق ۲۳۴ زره او پنځه سوه ډالره لګښت راځي چې د خوړو نړیوال سازمان لخوا ورکول کیږي.
د يادولو ده، چې په پروان کې د ناروې د کميټې څو رغنيزې پروژې بشپړې شوي او د عملي کولو بهير به يې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان (UNFAO) په مالي مرسته د دوه زره څلور سوه اوه اويا (٢٤٧٣) ډالرو په ارزښت پيل شي.