د جرمني، هالنډ او ډنمارک هیوادونو اعلان کړی چې اوکراین ته ۱۰۰ «لیوپارډ ۱» ټانکونه ورکوي او کییف به په راتلونکو میاشتو کې ورته لاس رسی ولري.

د دغو دريو هېوادونو له خوا د خپرې شوې ګډې اعلاميې له مخې؛ د اوکراين لپاره د «Leopard 1» ټانکونو د برابرولو پر مهال به د ټانکونو لپاره د لازمي لوژستيکي روزنې په برخه کې هم مرسته وکړي.

له لسو څخه زیاتې ورځې تیرې شوې چې جرمني اوکراین ته د «لیوپارډ» ټانکونو د لیږلو په اړه رایه اچونه پیل کړه او د دغو ټانکونو د لیږلو وروستۍ پریکړه په داسې حال کې اعلان شوه چې د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریس د اوکراین پلازمینې کییف ته تللی و.

د اوکراین د دفاع وزیر «الکسي رزنیکوف» پرون سه شنبه د فبرورۍ اوومه له خپل الماني سیال سره د کتنې پر مهال دا تایید کړه چې د لیوپارډ ۲ ټانک لومړی هغه کییف ته رسیدلی او د لیوپارډ نور وسایل په لاره دي.

د جرمني له خوا د ټانکونو د لېږلو له پرېکړې وروسته د اوکراين د دفاع وزارت ويلي چې په راتلونکو مياشتو کې به له ۱۲۰ تر ۱۴۰ عصري لوېديځ ټانکونه اوکراين ته ولېږي.

په همدې حال کې امریکا ژمنه کړې چې کییف ته به «ابرامز» ټانکونه ولېږي.

 برتانیا هم اوکراین ته د «چیلنجر» ډوله ټانکونه لېږي.

د لیوپارډ ۱ټانکونه د لیوپارډ ۲ پخوانی ماډل دی چې په ۱۹۶۰لسیزه کې په لویدیځ آلمان کې ډیزاین او تولید شوی.