
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د ازبکستان په همکارۍ یې افغانستان ته ژمنۍ مرستې لېږلي دي.
دې ادارې نن چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د ژمي سخت شرایط چمتووالي ته اړتیا لري او په همدې موخه یې د ازبکستان د حکومت په مرسته ۴۸ زره کمپلې افغانستان ته استولي دي.
د UNHCR مرکز د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې د ازبکستان د حکومت په مرسته جوړ شوی چې له افغانستان سره به په بیړنیو حالاتو کې مرسته وکړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همداراز ویلي چې د ۲۰۲۲ تر پایه به نږدې ۸۰۰ زره افغانان زموږ له موسمي مرستو برخمن شي.
دې ادارې ټینګار کړی چې دوی به له زیانمنو کورنیو سره مرستې ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د بېوزلۍ له زیاتوالي سره سره له سخت ژمي سره مخ دی او ۲۸ میلیونه خلک یې بشري مرستو ته اړتیا لري.