
د حیرتان د اورګاډي پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو له ځنډېدو وروسته د افغانستان د اورګاډي ادارې د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته تللی چې د حيرتان – مزارشریف د اورګاډي د پټلۍ د لېږد بهیر په اړه قرارداد لاسلیک کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نن چهارشنبه د سلواغې۱۹ مه په خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه پلاوي کې د اقتصاد مرستیال، د ملي تدارکاتو ریاست او د مالیې وزارت استازي هم ګډون لري.
د ریل پټلۍ د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی به د افغانستان د اورګاډي ادارې ته د حيرتان – مزارشريف د اورګاډي پټلۍ د مسووليتونو د سپارلو او له ازبکستاني لوري سره د تفاهمليک د نهاييکولو په اړه مفصلې خبرې وکړي.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ په قرارداد کې د ستونزو له امله د هرات د ریل پټلۍ له لارې واردات بند شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند «ذبیحالله مجاهد» د افغانستان – ازبکستان د اورګاډي کرښې تړل موقتي بللي او له سوداګرو یې غوښتي چې په تمه دې اوسي او د اړتیا وړ توکي د اقینې له بندره وارد کړي.
بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې له دې پټلۍ څخه د وارداتو او صادراتو د ځنډېدو لامل د «سوګدیانا» په نامه ازبک شرکت او د افغانستان د اورګاډي ادارې ترمنځ د تړون لغوه کېدل دي.
د هرات د ریل پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو په بندیدو سره د هیواد په شمال کې د نفتي موادو اتحادیې په دغه سوداګریز بندر کې د تیلو د زیرمو د کمیدو او د نفتي توکو د بیو د لوړیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د هېواد په شمال کې د نفتي موادو اتحادیه د حیرتان د پټلۍ پر بیا پرانیستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د نفتي موادو د زېرمو د کمېدو او په بازار کې د بیو د لوړېدو امکان شته.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي چې د دغه سفر په ترڅ کې به د حیرتان – مزارشریف د اورګاډي له لارې د سوداګریزو ملکیتونو د لېږد بهیر بیا پیل شي او د یاد هوکړهلیک له لاسلیک سره به په سم دوام ولري.