سعودي عربستان لومړی هیواد دی چې د امنیتي ګواښونو له امله یې له افغانستانه خپل ډیپلوماتان ایستلي، ورپسې ترکیې او متحده عربي اماراتو د امنیتي ستونزو له امله په کابل کې خپل دیپلوماتیک فعالیتونه ځنډولي یا کم کړي دي.

باخبره سرچینو تایید کړې چې د ترکیې سفارت هوډ لري چې په کابل کې خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه د بیلابیلو امنیتي اندیښنو له امله کم کړي.

همداراز متحده عربي اماراتو هم غوښتي چې د سفارت له تړلو مخکې خپل ډیپلوماتیک ماموریت یوه کوچني دفتر ته انتقال کړي.

د ترکیې او متحده عربي اماراتو حکومتونو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان د روانې اونۍ په پیل کې له افغانستانه خپل یو زیات شمېر دیپلوماتان وایستل او اوس د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت دي.

که څه هم د سعودي حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي، خو رويټرز خبري اژانس د دوو ډيپلوماتيکو سرچينو په حواله ويلي، چې د سعودي ډيپلوماتان د امنيتي ګواښونو له امله د هوا له لارې له افغانستانه وتلي دي.

اسلامي امارت له افغانستانه د سعودي دیپلوماتانو وتل تایید کړي، خو د «امنیتي ګواښونو» د لامل په اړه یې راپورونه رد کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې د سعودي د سفارت کارکوونکي په موقت ډول د روزنې لپاره له افغانستانه وتلي او بېرته به هېواد ته راستانه شي.