نن سهار د ترکیې په جنوب ختیځه برخه کې د ریښتر په کچه ۷،۸ درجې زلزله شوې چې له امله یې یو شمېر ودانۍ نړېدلي دي.  

د راپورونو له مخې، د دې زلزلې ټکانونه د ترکیې ګاونډي هېواد سوریه کې هم محسوس شوي او یو شمېر کورونه یې نړولي دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷،۸ بللی او په وینا یې چې مرکز یې په ۱۸ کیلو متره لاندې په ځمکه کې پېژندل شوی دی.  

یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي چې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۷ ودانۍ نړېدلې او چارواکو تر دې دمه د ۵ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.  

د رسنیو د معلوماتو له مخې، زلزلې په دیاربکر ولایت کې ډېر زیانونه اړولي او هلته لسګونه کسان تر نړېدلو ودانیو لاندې دي.  

چارواکو دا زلزله شدیده بللې او د زیاتې مرګ‌ژوبلې د احتمال خبر یې ورکړی دی.