د سرپل سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل خاوند د وژلو په تړاو نیول شوې ده.

د سرپل د امنيې قوماندانۍ وياند، دين محمد نظري ویلي، تېره شنبه د سلواغې ۱۵مه د دغه ولايت د سانچارک ولسوالۍ په بهارک کلي کې يوه ښځه د خپل مېړه د وژلو په تور نيول شوې ده.

د هغه په ​​وينا، دې مېرمنې يوه اونۍ وړاندې خپل مېړه وژلى او جسد يې د اوبو په څاه کې اچولى و.

د سرپل د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړې چې د دغه سړي ښځه د مړي له موندلو وروسته نيول شوې ده.

ښاغلي نظري ویلي دي چې دغې میرمنې ویلي چې د خپل میړه د وژلو لامل یې پر لور جنسي‌تیری و.

امنیتي چارواکو ویلي چې نیول شوې میرمن د اسلامي امارت عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د مرموزو وژنو او ځانوژنې پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې اقتصادي او کورنۍ ستونزې بلل کېږي.