
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د پلاوي په شتون سره په هرات کې د اوړو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوې ده.
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي شنبه د سلواغې ۱۵مه د دې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د دې فابریکې له څښتن څخه مننه کړې ده.
د غنمو دا فابریکه د یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د هرات په صنعتي پارک کې په لومړي پړاو کې جوړه شوه.
په دې فابریکه کې د ورځې د ۱۸۰ ټنو اوړو د تولید ظرفیت سربېره په مستقیم او غیر مستقیم ډول له ۷۰۰ څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې کوچنۍ او سترو بېلابېلو فابریکو خپل فعالیتونه بیا پيل کړي وو.