
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې پولهساتو په کندهار کې دوه کسان په داسې حال کې نیولي، چې ۹۰ زره امریکایي ډالر یې پاکستان ته لېږدول.
دغه وزارت نن یکشنبه د سلواغې ۱۶مه په خپل ټویټر کې لیکلي چې دوه تنه د کندهار د سپین بولدک په سرحدي پوله کې د دې پیسو د لېږد پر مهال د پولهساتو لخوا پېژندل شوي او نیول شوي دي.
تر دې وړاندې هم له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته د ډالرو د غیرقانوني لېږد په اړه ورته راپورونه خپاره شوي.
په تازه پېښه کې څه موده وړاندې سرحدي پوليسو د هرات په بند اسلام کلا کې يو کس له پنځوس زره امريکايي ډالرو او نږدې دوه کيلو ګرامو سره زر بېرته نيولی و.
د کورنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي، چې هغه کس غوښتل، دومره اندازه نغدې او سره زر له هېواده بهر (ایران) ته انتقال کړي او د سرحدي پولیسو د ځواکونو له خوا ونیول شول.