د کابل امنیتي مسوولینو د دویمې حوزې اړوند «پښتونستان واټ» کې د یوې چاودنې خبر ورکړی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ خامه پرس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې چاودنه نن شنبه ماښام شاوخوا شپږ بجې د دوهمې حوزې اړوند «پښتونستان واټ» کې شوې ده.  

د ښاغلي ځدراڼ په وینا، چې پر یو هایلیکس موټر پسې نښلول شوي چسپکي ماین چاودنه کړې چې له امله یې دوه عام وګړي ټپیان شوي دي.   

د امنیې قوماندانۍ ویاند د پېښې په تړاو جزییات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي.  

بلخوا یو شمېر ښاریانو دا چاودنه زوروره بللې او په وینا یې چې آواز یې تر لیرې سیمو اورېدل شوی دی.  

خو تر اوسه د دې چاودنې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه معلوماتو نه دي ورکړل شوي.

په تېرو څو میاشتو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ورته چاودنې زیاتې شوې چې مسوولیت یې ډېره ځله داعش وسله‌واله ډله مني.