
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا په فضا کې بالون د چین هېواد دی چې د هوا پېژندنې په برخه کې ترې کار اخیستل کېږي، خو په وینا یې چې دا بالون نظامي نه دی او له خپل مسیر څخه وتلی دی.
د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند، ماونینګ ویلي هېواد يې د خپلواکو هېوادونو د خاورې او فضايي حريم د سرغړونې نيت نه لري او ټينګار يې کړی چې سياستوال او خلک بايد د حقايقو تر روښانهکېدو پورې په دې اړه له قضاوت څخه ډډه وکړي.
د امريکا په اسمان کې د چينايي بالون له ليدلو وروسته پنټاګون د لاتينې امريکا په فضا کې د دوهم چينايي بالون د ليدلو اعلان هم کړی دی.
د پنټاګون ویاند «پت رایډر» ویلي چې د متحده ایالاتو دفاع وزارت د لاتینې امریکا له فضا څخه د یو بل بالون د تیریدو په اړه خبر دی او په یوه بیان کې یې ویلي: “موږ اوس ارزونه کوو چې دا یو بل چینایي څارګر بالون دی.”
بالون چیرته دی؟
امریکايي چارواکو د دغه بالون د لارې په اړه کوم معلومات نه دي خپاره کړي، خو د دغه هېواد د رسنیو په حواله دغه بالون په ارام سمندر کې په «الیوتي» ټاپوګانو کې لیدل شوی او له کاناډا څخه تر تېرېدو وروسته امریکا ته داخل شوی، خو امریکايي رسنیو ویلي چې دا بالون دا مهال د مونټانا ایالت پر لور روان دی.
دا رسنۍ ادعا کوي چې دا بالون د ۳ بسونو مساوي سره د الوتکو د عادي الوتنې لوړوالي څخه پورته لوړوالی لري.
د بالون څنګه جاسوسي کولی شي؟
چینایانو ادعا کړې چې دا د هوا بالون و او ساینسي او څیړنې اهداف یې درلودل، خو امریکايي چارواکو دا د جاسوسۍ یوه وسیله ګڼلې ده.
په حقیقت کې امریکایی کارپوهان په دې باور دي چې د بالون د تګ لاره دا ښیي چې د دې هدف ډیر احتمال د امنیتي معلوماتو راټولول وو، ځکه چې دا د سایتونو او حساسو مرکزونو څخه تیرېده.
د امریکا د «مونټانا» ایالت یو له هغو خطرناکو سیمو څخه دی چې اټومي وسلې پکې ساتل کیږي.
ایا دا لومړی ځل دی چې چین په دې ډول له امریکا جاسوسي کوي؟
د امریکا د دفاع وزارت د یوه جګپوړي پوځي چارواکي په وینا په وروستیو کلونو کې چین څو ځلې دا کار کړی او خپل بالون یې پر امریکا اچولی دی او زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې یو چینايي بالون د امریکا په آسمان کې تر ډېره وخته پاتې دی.
په همدې حال کې ټاکل شوې وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د روانې اونۍ په پای کې د چین پلازمېنې بیجینګ ته سفر وکړي، خو د یو امریکايي چارواکي په وینا، دغه سفر د امریکا پر فضايي حریم د چینايي جاسوسي بالون د الوتنې له امله ځنډول شوی دی.