د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست «مطیع الحق خالص» وایي، دمګړۍ لس میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي نن شنبه د سلواغې پنځلسمه په یوه ویډیویي کلیپ کې ویلي، دمګړۍ له لوږې او سړې هوا څخه د ژغورنې په موخه لس میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه پر نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوي ته راودانګي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست همداراز ویلي چې د ژمي له پیله تر دې دمه د سړې هوا له کبله ١٧٥ تنه مړه شوي او ٣٠ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې په دې موده کې ٨٠ زره څاروي هم تلف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې ۲۰۲۳کې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري ۲۸،۳ میلیونو ته رسېدلی دی.